سږ کال د دوکتورا ۱۱ او ماسټرۍ ۳۶ نوې څانګې جوړې شوې دي

سږ کال د دوکتورا ۱۱ او ماسټرۍ ۳۶ نوې څانګې جوړې شوې دي افغانستان
د لوړو زده کړو وزارت

د لوړو زده کړو وزارت خبر ورکړی، چې سږ کال یې د هېواد په بېلابېلو تحصیلي بنسټونو کې د لوړو زده کړو د پراختیا او ځان بسیاینې په موخه د دوکتورا ۱۱ او ماسټرۍ ۳۶ نوې څانګې جوړې کړې دي.

 

د یاد وزارت ویاند حافظ ضیاء الله هاشمي ویلي، دغه څانګې یې په تېرو شپږ میاشتو کې جوړې کړې دي.

 

نوموړي ویلي، د دوکتورا څانګې یې په بېلابېلو دولتي پوهنتونو کې جوړې کړې او د ماسټرۍ ۲۴ یې دولتي او ۱۰ هغه یې په خصوصي پوهنتونونو کې جوړې شوې دي.

 

د یادونې ده، چې دا مهال د هېواد په ټولو پوهنتونونو کې د غوره ښوونیز چاپېریال د رامنځته کېدو په موخه بېلابېلې پراختیایي پروژې هم دوام لري.

تړلي موضوعات