افغان بزګرانو ته د اقلیمي بدلون په اړه روزنه ورکول کیږي
د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID ) خپره شوې خبر پاڼه کې ویلي، ۲۰۰ افغان بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون روزنه ورکوي.
خبر پاڼه کې راغلي، د یادې روزنې پر مټ به وکولای شي هغه بزګرانو ته روزنه ورکړي چې له مخې یې د اقلیمي بدلون سره د فصلونو نوښت، اوبو ساتنه او خاورې روغتیا په برخه کې له نویو ميتودونو څخه کار واخلي.
سرچېنې لیکلي، افغانستان په دې وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلون له پلوه یو له ډېرو اغیزمنو هېوادونو دی.
د یادونې وړه ده، چې د اسلامي امارت له بریا سره دغه هېواد کې د اقلیمي بدلون پر وړاندې نړیوالو بنسټونو مرستې نه دي ترسره کړې.