بغلان کې د وروستۍ مرګونې پېښې په تړاو څو کسان نیول شوي دي

بغلان کې د وروستۍ مرګونې پېښې په تړاو څو کسان نیول شوي دي افغانستان
بغلان کې په زایرینو شوی برید

د بغلان امنیه قومندانۍ د زیاتو جزیاتو ورکولو پرته یواځې دومره ویلي، ددې پېښې په تړاو یې څو کسان نیولي دي.

 

د بغلان نهرین ولسوالۍ کې د جمعې په شپه پر زایرینو وسله وال برید شوی چې لس تنه په کې شهیدان شوي دي.

 

اسلامي امارت سمدلاسه دا پېښه وغندله او په دې تړاو یې د بشپړو پلټنو اعلان وکړ.

 

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي، اسلامي امارت دغه دردونکې او نه بښونکی جنایت غندي.

 

فطرت دا کړنه د هغو تکفیري کړیو کار بللی چې د انسانانو وینه تویول ورته عادي خبره ښکاري.

تړلي موضوعات