ازادو اوبو ته د افغانستان د لاسرسي هڅې!

ازادو اوبو ته د افغانستان د لاسرسي هڅې! افغانستان
سیاسي مرستیال کابل کې د ایران سفر سره

کابل کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره کتنه کې ويلي، هېواد یې هڅه کوي د چابهار بندر په پراختیا سره افغانستان له ازادو اوبو سره ونښلوي.

 

ښاغلي قمي ویلي، تهران کابل سره په سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې د اړېکو پراختیا او همکاريو په لټه کې دی.

 

نوموړي ټینګار کړی چې ایران چمتو دی افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بیرته پیل کړي او د افغانستان پوهنتونونو کې علمي او بنسټیزې پروژې اجرا کړي.

 

بلخوا مولوي عبدالکبیر دې کتنه کې ټېنګار کړی، چې اسلامي امارت ټولو هېوادونو سره د ښو اړېکو غوښتونکی دی او اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې کوم هېواد ته زیان پېښ شي.

تړلي موضوعات