پر ځان بسیا افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند ویلي، پر ځان بسیا افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی.
ملاعبدالغني برادر دغه څرګندونې کابل ته د هند او بنګله دېش له راغلو یو شمیر علماوو سره لېدنه کې کړې دي.
ښاغلي برادر ویلي، د اسلامي امارت بیا واکمنېدو سره سترې اقتصادي پروژې پیل شوې، ګاونډیو هېوادونو او نړۍ یو شمېر سیمو ته سوداګرۍ پراخه او د صنعت برخه کې هم د پام وړ پرمختګ شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، د افغانستان نوي حکومت د بهرنیو له مرستو پرته خپلواک اقتصاد ته زمینه برابره کړې ده.
په ورته مهال د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو ویلي، د افغانستان شتمنیو کنګل او اقتصادي تحریمونه د هېواد د اقتصادي پرمختګ مخه ډب کړې.