جباليا پنډغالي کې ۳۰ اسرائیلي افسران او سرتېري وژل شوي
د اسرائیلو ۱۲ چېنل خبر ورکړی، چې له پنځو اوونيو راهيسې د جباليا پنډغالي په روانه جګړه کې تر دې دمه ۳۰ اسرائیلي اشغالګر پوځي افسران او سرتېري وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیلي اشغالګرو تېره ورځ هم د يوه پوځي افسر او يوه سرتېري وژل کېدل تائید کړه.
يديعوت احرونوت ورځپاڼې څرګنده کړې، چې دا دواړه جباليا پنډغالي کې يوې ودانۍ ته له ننوتو وروسته له حماس ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي او يو بل سرتېری ټپی شوی هم دی.
سرچينو ويلي، چې وژل شوی پوځي افسر د پخواني وزير ګادي ايزنکوټ وراره و، هغه د غزې په روانه جګړه کې يو زوی او دوه نور ورېرونه هم له لاسه ورکړي، چې درې واړه په جباليا پنډغالي کې وژل شوي دي.
بل پلو عبري ورځپاڼې «هآرتس» په دې تبصره کړې، چې په وروستيو کې غزه کې د اسرائیلو د سرتېرو وژل کېدو کچه ولې لوړه شوې ده؟
سرچينې ليکلي چې پوځ دا منلې چې د ځای په ځای شويو چاودېدونکو توکو په چاودنو کې د اسرائيلي سرتېرو وژنه کې ډېروالی راغلی دی.
ورځپاڼې ۱۷ هغو وژل شويو سرتېرو ته اشاره کړې، چې په تېرو نږدې ورځو کې ۱۱ تنه په کې په چاودنو کې ووژل شول او د دې لامل يې اسرائیلي پوځيانو سره د امکاناتو کمښت ښودلی دی.
د سرچينې له مخې اسرائیلي پوځ اعتراف کړی، چې د ځای په ځای شويو بمونو د چاودنو مخنيوي لپاره کارېدونکو تکتيکونو ښه نتيجه نه ده ورکړې.
په دې کې يو تکتيک دا و چې اشغالګر اسرائیلي پوځ سيمې ته له ننوتو وړاندې هغه نظامي وسايط هلته استوي چې له چاودېدونکو توکو ډک دي او بيا هلته د دې لپاره چاودنه ورکوي، چې قوي لړزه رامنځته کړي او په پايله کې يې د حماس له لوري ځاي په ځای شوي ټول چاودېدونکي توکي وچاودېږي، خو پوځ ويلي، چې دا تکتيک د ودانيو په دويمو منزلونو او پوړيو کې ځای په ځای شوي توکي نه شي چاودولی.
اسرائيلي پوځ دغه راز ويلي چې د دې توکو د موندلو په پار ورسره سپي هم د ډېر کار له امله سخت ستړي دي او فعاليت يې نور د پخوا په څېر اغېزمن نه دی. پوځ ويلي چې د اوس لپاره د دې کوم بديل نه لري.
په ورته وخت کې د اسرائيلو ۱۳ چېنل ويلي، چې پوځ په شمالي او جنوبي جبهه کې په نظامي عملياتو کې «لوړه بيه» پرې کوي.
د ۱۴ او د ۱۲ چېنلونو د نظامي چارو شنونکو د پوځ په ليکو کې نورو هغو تلفاتو ته اشاره کړې، چې اشغالګر پوځ پرې نه دی غږېدلی.
د ای ۲۴ چېنل يوه نظامي شنونکي بيا ويلي چې پوځ په جباليا کې له سخت مقاومت سره مخ دی او له پرله پسې فشارونو کړېږي.