خوست کې زرګونه لېټره کیمیاوي مواد نیول شوي دي
د خوست امنیه قومندانۍ وايي، د مخدره توکو پر ضد د خوست امنیه قومندانۍ منسوبینو ۸۸۰۰ لېټره او ۲۰۰ کېلو اسیتون، تولیین او کلورایډ د خوست ګمرک ریاست کې نیولي دي.
د خوست امنیه قومندانۍ په خپله اېکس پاڼه ویلي، دغه مواد د لابراتواري معایناتو وروسته تأیید شول چې د شیشه او هیرویینو پروسس کې کارېږي.
سرچینې زیاته کړې، نیول شوي توکي په بیلرونو او بوجیو کې ځای پرځای شوي وو چې د ضبط په موخه د نشه یي توکو پرضد د مبارزې مدیریت ته انتقال شوي دي.