د وړو تمویلونو ملاتړ سره به د بې وزلۍ او بې کارۍ کچه راټیټه شي

د وړو تمویلونو ملاتړ سره به د بې وزلۍ او بې کارۍ کچه راټیټه شي افغانستان
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د وړو تمویلونو کنفرانس کې د خبرو پر مهال

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند «د وړو تمویلونو ملي کنفرانس: فرصتونه او ننګونې» کې ویلي، اسلامي امارت هېواد کې د فقر او بې کارۍ کچې کمول خپل مسئولیت او لومړیتوب ګڼي.

 

ملا عبدالغني برار اخوند ویلي، وړو تمویلنو ملاتړ به د بې وزلۍ، بې کارۍ او ټولنیزو ستونزو کچه راټیټه او پایله به یې د اقتصادي ودې او د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لامل شي.

 

نوموړي ویلي، د وړو تمویلونو سکټور څخه ګټه اخیستونکي عام او بې وزله خلک، بزګران او د کوچنیو کاروبارونو څښتنان دي، چې د دوی لاسنیوی د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ګډ هدف دی. 

 

ښاغلي برادر همداراز ویلي، د وړو کاروبارونو د ملاتړ او د نویو کاري فرصتونو د ایجاد په موخه د افغانستان بانک له لوري د وړو تمویلونو مؤسسو د څارنې او تنظیم لپاره مقرره هم جوړه شوې ده.

ښاغلي ملا برادر  په شتمنو افغانانو غږ کړی، چې د وړو تمویلونو ملاتړ کې د اسلامي امارت ترڅنګ ودرېږي.

تړلي موضوعات