نړۍ دې دافغانستان سره د چاپېریال ساتنې برخه کې خپل مسئولیت ترسره کړي

نړۍ دې دافغانستان سره د چاپېریال ساتنې برخه کې خپل مسئولیت ترسره کړي افغانستان
بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي کابل کې یوې غونډې ته ویلي، د افغانستان اقلیم د یو شمېر هېوادونو له لوري خراب شوی او نړۍ د دې مسئولیت لري، چې چاپېریال ساتنې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

 

عباس ستانکزي ویلي، که نړۍ د اقیلمي بدلون برخه کې خپل مسئولیت ترسره نه کړي له افغانانو سره لویه جفا کوي.

 

ښاغلي ستانکزي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د نړۍ مهمو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی او نه غواړي افغانستان یو ځل بیا نورو هېوادونو سره په تقابل کې واقع شي.

 

نوموړي دې ناسته کې له نړېوالو غوښتي، چې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

تړلي موضوعات