د هند ممبۍ ښار کې د پاسپورټونو د وېش پروسه پیل شوه
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د هند ممبۍ ښار کې د اسلامي امارت جنرل قونسلګرۍ له لوري د پاسپورټونو د وېش پروسه پیل شوې.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل ویلي، بهرنیو چارو وزارت د هند ممبۍ ښار کې د افغانستان جنرل قونسلګرۍ ته لارښوونه کړې، چې افغان کډوالو او زده کړیالانو او سوداګرو اړتیاوو ته په کتو دې د پاسپورتونو د وېش پروسه پیل کړي.
نوموړي په خپله اېکس پاڼه لیکي، هغه هېوادوال چې د پاسپورټ وخت یې پای ته رسېدلی او یا پاسپورت نه لري د معتبرو اسنادو په وړاندې کولو سره دې قونسلګرۍ ته د پاسپورټ غوښتنې لپاره مراجعه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ۶۸۳ ګڼه فرمان کې ټول وزارتونه او امارتي ادارې مکلفې شوې، چې د مراجعینو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې او د ستونزو حل ته لار پیدا کړي.