هند اسلامي امارت سره د رسمي ډیپلوماټيکو اړیکو باب پیلوي
هندي رسنیو خبر ورکړی، چې د هند حکومت د افغانستان اسلامي امارت پر هغې غوښتنې غور کوي، چې له مخې یې د دغه هېواد په ممبۍ ښار کې افغان ډیپلوماټ ومني.
د هند سنډي ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د اسلامي امارت د وړاندیز شوي استازي تر منل کېدو وروسته به د کابل او نوي ډیلي ترمنځ ډپیلوماټیکې اړیکې په رسمي ډول پیل شي.
سرچینې زیاته کړې، چې اسلامي امارت د اکرام الدین کامل په نوم شخص ممبۍ کې د افغانستان جنرل قونسلګري لپاره وړاندیز کړی دی.
که څه هم تر اوسه د افغانستان او هند بهرنیو چارو وزارتونو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ویلي و، چې نږدې راتلونکي کې به له یو شمېر هېوادونو سره سياسي اړیکې پیل شي.