کابل کې څه باندې ۵۵ زره جریبه امارتي ځمکه له غاصبینو راګرځول شوې
عدلیې وزارت نن دوشنبه خبر ورکړی، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون په کابل کې د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې کابو ۵۵ زره او ۳۷ جریبه امارتي ځمکه راګرځولې.
سرچینې زیاته کړې، راګرځول شوې ځمکه د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې موقعیت لري.
د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د دې کمېسیون جوړېدو سره په هېواد کې د دولتي، عامه او وقفي غصب شویو ځمکو د استرداد په موخه ټولو ولایتونو کې فعالیتونه ګړندي شوي او له غاصبینو یې میلیونونه جریبه ځمکه راګرځولې.