د ا.ا.ا پلاوی په لومړي ځل د اقلیمي بدلون کنفرانس کې ګډون لري
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د رئیس مطیع الحق خالص په مشرۍ د اسلامي امارت تخنیکي پلاوی د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنفرانس کې د ګډون لپاره د اذربایجان پلازمینې باکو ته تللی.
د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون ۲۹مه غونډه به سبا دوشنبه د نومبر په ۱۱مه پیل شي.
افغانستان د اقلیمي بدلون له پلوه په نړېواله کچه شپږم اغېزمن هېواد دی.
د اسلامي امارت له راتګ وروسته دا لومړی ځل دی، چې افغان پلاوي ته د اقلیمي بدلون نړېوال کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکول کېږي.
افغان پلاوی به دې کنفرانس کې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون برخه کې نړېوالو سره د همکارۍ د پیاوړتیا، د اقلیمي بدلون برخه کې موجوده مالي میکانیزمونو ته د افغانستان لاسرسي او اقلیمي بدلون سره د مبارزې په تړاو نړېوالو سره خپلې غوښتنې شریکې کړي.