تېره میاشت ۱۳ ولایتونو کې څه باندې ۳۷زره جریبه ځمکه استرداد شوې
د عدلیې وزارت د ځمکو له غصب څخه مخنیوي تخنیکي پلاوي د ۱۴۴۶ هجري قمري کال ربیع الثاني میاشت کې په ۱۳ ولایتونو کې ۳۷زره ۴۲۹ جريبه دولتي ځمکه له غصب راګرځولې ده.
دغه اندازه ځمکه په ننګرهار، کندوز، تخار، پروان، غور، پنجشېر، لغمان، سرپل، سمنګان، بادغیس او میدان وردګ ولایتونو کې د غاصبینو له منګولو راګرځول شوې.
د عدلیې وزارت ویلي، همدې موده کې تر ټولو زیاته ۱۰ زره جریبه ځمکه تخار ولایت کې راګرځول شوې ده.
دغه راز تېره میاشت ۲۴ ولایتونو کې ۵۲۲زره ۹۴۰ جریبه دولتي ځمکه تثبیت شوې او ۳۱ ولایتونو کې ۷۸۷زره ۷۱۱ جریبه نوره ځمکه تر بررسۍ لاندې ده.
د یادونې وړ ده، چې د دولتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد پروسه په ټولو ولایتونو کې دوام لري، چې د زرګونه جریبه ځمکې دوسیې له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د تخنیکي پلاوي تر څېړنو لاندې دي.