تېره اونۍ د هېواد له ګمرکونو ۶۰ ټانکره بې کیفیته نفتي توکي مسترد شوي
د مالیې وزارت خبر ورکړی، چې تېره اونۍ د هېواد له ګمرکونو ۶۰ ټانکره بې کیفیته نفتي مواد مسترد شوي دي.
دغه اندازه بې کیفیته نفتي توکي د فراه، نیمروز او هرات ولایت له ګمرکونو مسترد شوي دي.
د مالیې وزارت ویلي، د دې وزارت د نفتي موادو د کیفیت او څارنې ریاست د ټاکل شویو معتبرو معیارونو له مخې هېواد ته د لوړ کیفیت او معیاري نفتي موادو واردولو ته زمینه برابروي او د بې کیفیته موادو له واردولو څخه مخنیوی کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم یاد وزارت د هېواد په ګمرکونو تر ۱۲۰ د زیاتو ټانکرو بې کیفیته نفتي توکو د مسترد کېدو خبر ورکړی و.