غزه کې د جګړې ۷۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي

غزه کې د جګړې ۷۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي نړۍ
انځور ډیزاین حریت راډیو

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې غزه کې د اشغالګرو اسرائیلو د بریدونو ۷۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي.

 

د ملګرو ملتونو راپور غزه کې د اسرائیلو له لوري روانه جګړه له نړېوالو بشري قوانینو څخه سیستماتیکه سرغړونه بللې.

 

ملګري ملتونه وروسته له هغې غزه کې د اسرائیلو د جنایتونو په اړه راپور ورکوي، چې پر غزه د اشغالګرو اسرائیلو څه باندې یو کلن یرغل کې شاوخوا ۴۳ زره فلسطینان شهیدان شوي، چې تر نیمایي زیات یې ښځې او ماشومان دي.

 

دغه راز دې جګړه کې د غزې تر ۶۰ سلنه زېربناوې هم د اشغالګرو له لوري له منځه وړل شوې، چې له کبله یې په میلیونونو فلسطینیان کډوال شوي هم دي.

 

د یادونې وړ ده، چې ملګرو ملتونو په غزه کې د روانو وحشتونو درېدو او مخنیوي برخه کې هیڅ اقدام نه دې کړی، بلکې یوازې د شهیدانو او ټپیانو ارقام یې خپاره کړي.

تړلي موضوعات