د افغانستان بانک رئیس د ایوفي او اسلامي پراختیايي بانک کلني غونډه کې ګډون وکړ
د افغانستان بانک رئیس نور احمد اغا په مشرۍ پلاوي بحرین کې د اسلامي ماليي مؤسساتو لپاره د محاسبې او تفتیش ادارې یا ایوفي او د اسلامي پراختیایي بانک ۱۹مه غونډه کې ګډون وکړ.
د افغانستان بانک رئیس دې غونډه کې د زکات، وقف، انفاق او صدقاتو د لا ښه تنظیم لپاره د ادارو د جوړولو په ارزښت خبرې کړې دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې د فقر کمولو او ټولنه کې د شتمنیو د عادلانه وېش برخو کې د دا ډول ادارو رول مهم بللي دي.
ښاغلي نور احمد آغا له ایوفي، اسلامي پراختیایي بانک او نورو اړوندو ادارو څخه د ظرفیت جوړونې، روزنیزو پروګرامونو، زکات او وقف د ښه مدیریت، اسلامي بانکوالۍ ته د بانکونو د اړولو او په افغانستان کې د یو حلال، با ثباته، شفاف او قوي مالي او اقتصادي نظام د رامنځته کېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دغه غونډه چې د نومبر په څلورمه بحرین کې جوړه شوې وه د اسلامي هېوادونو د مرکزي بانکونو شاوخوا ۳سوه استازو په کې ګډون درلود.