د امریکا نوې اداره دې واقعیتونو ته په کتو ګامونه پورته کړي
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو ویلي، د امریکا نوې اداره باید اړېکو کې ملموس پرمختګ لپاره واقعیتونو ته په کتو ګامونه پورته کړي.
بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی هیله لري چې د دواړو هېوادونو په اړېکو کې ملموس پرمختګ رامنځته، څو کابل او واشنګټن د متقابل درناوي په رڼا کې د اړېکو نوی څپرکی پرانیزي.
خبرپاڼه کې راغلي، د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د دوحې هوکړه د ډونالډ ټرمپ د تېرې واکمنۍ پر مهال لاسلیک شوې، چې ورسره شل کلن اشغال پای ته ورسېد.
بهرنیو چارو وزارت تمه ښودلې، چې د امریکا نوی ولسمشر ټرمپ به سیمه او نړۍ کې روانې جګړې په ځانګړې توګه غزه او لبنان کې د روان ظلم او تېري پای ته رسولو کې رغنده رول ولوبوي.