کډوالو وزارت د څه باندې ۶۰۰ زرو ډالرو په ارزښت درې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

کډوالو وزارت د څه باندې ۶۰۰ زرو ډالرو په ارزښت درې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل افغانستان
انځور د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت

کډوالو وزارت ویلي، له بشري خیریه، تحقیقات علمي او انکشاف جامعه او اکتید موسسو سره یې د ۶ سوه ۳۸ زره او ۵۴ امریکایي ډالرو په ارزښت درې هوکړه لیکونه لاسلیک کړي.

د یاد وزارت په خبر پاڼې کې راغلي، د بشري خیریه موسسه به د دې هوکړې له مخې د ۴ سوه ۷۶ زره او ۶۸۵ امریکایي ډالرو په ارزښت کندهار کې ۸۰۲ بېرته راستنېدونکو کډوالو ته کورونه جوړوي.

همدارنګه اکتید موسسه به د ۹۹ زره ۸۴۹ ډالرو په ارزښت بلخ کې ۱۰۰ تنو لپاره د غالیو د پروسس برخه کې زمینه برابروي.

او د تحقیقات علمي او انکشاف جامعه موسسه بیا بغلان کې د ۲۷ زره او ۳۲۰ امریکايي ډالر د خوراکي توکو وېش برخه کې لګوي، چې ۶۱۵ تنه را ستانه شوي کډوال به ګټه ترې اخلي.

تړلي موضوعات