ټرمپ د بريا په وينا کې؛ ژر به د نړۍ جګړې پای ته ورسوم
د امريکا په اوسنيو ولسمشريزو ټاکنو کې بريالي نوماند ډونالډ ټرمپ د خپلې بريا د اعلان پر مهال يو ځل بيا ژمنه وکړه، چې «ژر به د نړۍ جګړې پای ته ورسوم».
هغه د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال بيا بيا ويلي وو، چې د اوکراين، لبنان او غزې جګړې به ودروي.
ټرمپ د خپلو خبرو پر مهال وويل: «زه به هيڅکله جګړې پيل نه کړم، بلکې ختمې به يې کړم، د جګړو کول به هيڅکله اړين نه وي، راځئ په دې چورت ووهو چې بېخي جګړې نه وي، په ګډه به خپل ملت ته يوه ښکلې راتلونکې جوړه کړو».
د يادونې وړ ده چې ټرمپ د امريکا هغه ولسمشر دی، چې افغانستان نه د امريکايي اشغالګرو سرتېرو په ويستلو يې هم ټينګار کاوه او وروسته يې عملي جامه ورواغوسته.
څو موده وړاندې هغه د ټاکنيز کمپاين پر مهال د امريکا مسلمانانو سره په خبرو کې هم د غزې او لبنان د جګړو د پای ته رسولو ياده کړې وه.