بدخشان کې د موټرسایکلونو ګرځنده ګزمو سل کسیز امنیتي ګروپ کار پیل کړ
د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د موټرسایکلونو د ګرځنده ګزمو د جوړولو پر دوام دا ځل بدخشان کې په پوځي تجهیزاتو سمبال سل کسیز ګروپ فعالیت پیل کړ.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، دغه ګروپ به بدخشان کې د امنیت ټینګښت په موخه په ۲۴ ساعته ډول ګزمې کوي.
د نوموړي په خبره، یاد نوی رامنځته شوی ګروپ به د بدخشان مرکز فیض اباد ښار او نورو ولسوالیو کې ګرځنده ګزمې کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د کورنیو چارو وزارت له لوري په ځینو ولایتونو کې ګرځنده ګزمو ورته ګروپونه جوړ کړي، چې د امنیت په ټینګښت او د جرمونو په کابوکولو کې یې د پام وړ رول لوبولی دی.