که نړۍ د فقر کمول غواړي، پیل دې له افغانستان وکړي
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدارعظم عثماني د کرنې ودې او بې وزلۍ کمولو نړېوال کنفرانس کې ویلي، که نړۍ غواړي چې فقر را کم کړي، غوره به وي چې له افغانستانه یې پیل کړي.
دغه کنفرانس چې د بېلابېلو هېوادونو د کرنې چارواکو په شتون کې د چین په پلازمېنه بیجینګ کې ترسره شو، ښاغلي عثماني په خپلو خبرو کې له هېوادونو او پانګوالو غوښتنه کړې افغانستان کې په بېلابېلو سکټورونو کې پانګونه وکړي.
نوموړي له نړېوالو مرستندویه بنسټونو غوښتي، چې موجوده امنیت ته په کتو دې افغان بزګرانو سره خپلې مرستې زیاتې کړي.
په ورته مهال د اکسفورډ پوهنتون یو شمېر استادانو د بېلابېلو هېوادونو له مسئولینو غوښتي چې افغانستان سره مرسته وکړي.