۱۹۸ نور منسوبین هم له ټولیزو زده کړو فارغ شول

۱۹۸ نور منسوبین هم له ټولیزو زده کړو فارغ شول افغانستان
۳۱۳ مرکز قول اردو څخه تازه فارغ شوي منسوبین

د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د تعلیمي مرکز له ټولیزو زده کړو څخه ۱۹۸ تنه ځوان منسوبین فارغ شول.

 

دغه مجاهد سرتېري د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د تعلیمي مرکز د ښوونې او روزنې مدیریت د دوهمې دورې له دوه نیم میاشتنیو ټولیزو زده کړو فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول.

 

دې مراسمو کې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو قومندان ملا امیرخان حقاني له تازه فارغ شویو منسوبینو غوښتي، چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او خپلو مسئولیتونو ته متوجه شي.

 

نویو فارغانو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې له اسلامي نظام او هېواد څخه به په کلکه ساتنه کوي.

تړلي موضوعات