د کابل کندهار څه باندې سل کېلومتره لار جوړه او موټر پرې تګ راتګ کوي

د کابل کندهار څه باندې سل کېلومتره لار جوړه او موټر پرې تګ راتګ کوي افغانستان

ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د کابل – کندهار د لویې لارې په څلورو برخو کې چې ۱۰۲ کېلومتره اوږدوالی لري، د اسفالټ اچونې کار بشپړ شوی دی.

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي، چې د دغې لویې لارې د پاتې برخو د اسفالټ کار په چټکۍ روان دی او په نږدې راتلونکي کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

مسافر او موټر چلوونکي د کابل-کندهار د لويې لارې له اساسي بيارغونې خوښ دي او وايي، تر ډېره یې ستونزې هوارې شوې دي.

د یادولو ده چې تېر کال اسلامي امارت په خپلې پراختیایي بودیجې سره د کابل – کندهار لویې لارې د اساسي بیارغونې چارې پیل کړې چې تر اوسه یې د ډېرو برخو چارې بشپړې شوي دي.

تړلي موضوعات