د امنیتي او تصفیوي کمېسیون: هڅه کوو چې د هېواد امنیتي برخه کې خلاوې تشخیص او له منځه یوسوو

د امنیتي او تصفیوي کمېسیون: هڅه کوو چې د هېواد امنیتي برخه کې خلاوې تشخیص او له منځه یوسوو افغانستان

تېره ورځ د امنیتي او تصفیوي کمېسیون نوبتي غونډه د کورنیو چارو وزارت اداري معین او د دې کمېسیون غړي ملا رحمت الله نجیب په مشرۍ ترسره شوې ده.
یاد کمېسیون په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دې غونډه کې د استخباراتو لوی ریاست لومړي مرستيال ملا تاج میر جواد په شمول د یاد کمیسیون اکثره غړو ګډون درلود.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دې غونډه کې د کمېسيون غړو د خپلو مربوطه زونونو راپورونه شریک کړل.

یاد کمېسیون هېوادوالو ته ډاډ ورکړی، چې د امنيتي او تصفيوي کمېسيون مشرتابه هڅه کوي ترڅو د هېواد په امنيتي برخه کې شته خلاوې تشخيص او له منځه يوسي.

د یادونې وړ ده، چې یاد کمېسیون داسې مهال دا ناسته کوي، چې ټول هېواد کې سرتاسري امن قایم دی او د اوسني نظام خلاف هیڅ وسلواله ډله افغانستان کې فزیکي حضور نه لري.

تړلي موضوعات