امنیتي مسایل باید د افغانستان او پاکستان اقتصادي اړېکې زیانمنې نه کړي
اسلام اباد کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکېب ویلي، د کابل او اسلام اباد اقتصادي اړېکو ته دې امنیتي پیوند نه ورکول کېږي.
سردار احمد شکېب دغه کړنه د دواړو هېوادونو او سیمې په زیان بللې ده.
ښاغلي شکیب د اسلام اباد سیمه ییزو مطالعاتو انسټیټوټ کې د خبرو پر مهال د دواړو هېوادونو او منځنۍ اسیا ترمنځ پر اقتصادي اړېکو ټېنګار کړی دی.
اسلام اباد کې د اسلامي امارت سفیر د افغانستان ستراتیژیک موقعیت ته په اشارې ویلي، د سترو سیمه پروژو پرانېستل کېدل، چې د سیمې هېوادونه سره نښلوي دغه چاره به د سیمې اقتصادي ودې او ثبات سره مرسته وکړي.