شیخ نعیم قاسم د حزب الله ډلې مشر ټاکل شوی

شیخ نعیم قاسم د حزب الله ډلې مشر ټاکل شوی نړۍ
د لبنان حزب الله ډلې نوی مشر شیح نعیم قاسم

الجزیرې تلوېزیون خبر ورکړی، چې د حزب الله ډلې شورا د خپلو اصولو سره سم محمد نعیم قاسم د عمومي منشي یا مشر په توګه ټاکلی.

 

۷۱ کلن قاسم له ۱۹۹۱ کال راهېسې د عمومي منشي مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده.

 

المیادین رسنۍ د حزب الله اوسني عمومي منشي له قوله ویلي، د خپلو لارویانو قربانۍ او سرښندنو ته په کتو غواړو خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د ژوند تر پایه په ګډه کار وکړو. 

 

دا په داسې حال کې ده، چې د حزب الله ډلې مشر سید حسن نصرالله د بیروت په جنوبي ښارګوټي کې د صهیونستي رژیم له لوري د سپتمبر په ۲۷ مه په هدفي برید کې ووژل شو.

تړلي موضوعات