د کرنې وزارت پلاوی د بې وزلۍ کمولو نړېوال کنفرانس کې د ګډون لپاره چین ته لاړ
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دې وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کرنې ودې او بې وزلۍ کچې ټیټولو په موخه نړېوال کنفرانس کې د ګډون لپاره چین ته تللی.
دغه کفرانس د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د ۳۰۰ استازو په ګډون د چین پلازمېنه بیجینګ کې جوړېږي.
د بې وزلۍ کچې ټیټول او د نړۍ ۸۰۰ میلیونه وګړو سره د مرستې او همکارۍ په اړه خبرې اترې او د نظرونو تبادله او له بې وزلې سره مبارزه د دې کنفرانس اصلي موخه بلل شوې ده.
ټاکل شوې دې کنفرانس کې به د هېواد د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د کرنې سکټور د و ضعیت او یادو برخو کې د شته فرصتونو په اړه وینا او خپلې تجربې شریکې کړي.