اسرائيلي رسنۍ: روان اکتوبر د اسرئيلي پوځ لپاره تر ټولو خونړۍ مياشت وه

اسرائيلي رسنۍ: روان اکتوبر د اسرئيلي پوځ لپاره تر ټولو خونړۍ مياشت وه نړۍ

اسرائيلي رسنيو خبر ورکړی، چې روانه اکتوبر مياشت د اسرائيلي اشغالګر پوځ لپاره تر ټولو خونړۍ او له تشدده ډکه مياشت وه، چې لسګونه اسرائیلي سرتېري په کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

د «دنيا الوطن» عربي وېبپاڼې د اسرائيلي رسنيو په حواله ليکلي، چې په دې مياشت کې د جګړو په بېلا بېلو جبهو کې له ۷۰ ډېر اسرائيلي پوځيان وژل شوي دي.

اسرائیلي رسنيو دغه راز ويلي، چې وروستۍ ورځې له نورو ډېرې خونړۍ وې او هره ورځ د جګړې له جبهو د مرګ ژوبلې خبرونه راتلل.

په ورته وخت کې د اسرائيلو لومړي وزير نتنياهو ويلي دي، چې «جګړه له موږ ډېره لويه بيه اخلي». هغه دا خبرې وروسته له هغه وکړې چې تېره ورځ تل ابيب ( اشغال شوي فلسطين) کې يوه فلسطيني سړي خپل لارۍ موټر په اسرائيلي اشغالګرو عسکرو وروخېژاوه او له ۵۰ ډېرو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

حماس جهادي غورځنګ دغه پېښه «اتلولي» وبلله، د هغې ترسره کوونکی (رامي الناطور) يې وستايه او څرګنده يې کړه چې دا د اسرئيلي جنايتونو طبيعي غبرګون دی.

تړلي موضوعات