روسیه او بحرین د افغانستان هوایي چلند امنیت برخه کې پانګونې ته لېواله دي

روسیه او بحرین د افغانستان هوایي چلند امنیت برخه کې پانګونې ته لېواله دي افغانستان
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د روسیې او بحرین پانګوالو سره کتنه کې

د بحرین او روسیې یو شمیر پانګوالو د افغانستان هوایي چلند امنیت په برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.

 

دغه پانګوالو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتنه کې ویلي، د هوایي چلند د امنیت سربېره د کانونو استخراج او روغتیایي برخو کې هم پانګونې ته چمتو دي.

 

هغوی افغانستان کې د پانګونې شرایط او له پانګوالو د اسلامي امارت ملاتړ د خپلې پانګونې اصلي لاملونه بللي دي.

 

بلخوا سیاسي مرستیال ویلي، حکومت په اقتصادي پیاوړتیا زیات تمرکز کوي او تېرو درېیو کلونو کې یې دې برخه کې زیاتې هڅې شوې دي.

 

د اسلامي امارت دې لوړ پوړي چارواکي زیاته کړې، افغانستان کې د کار ښه فرصتونه شته او ټول کورني او بهرني پانګوال کولی شي له دې موکې استفاده وکړي.

تړلي موضوعات