اسلامي امارت پر ایران د اسرئیلو برید وغندلو

اسلامي امارت پر ایران د اسرئیلو برید وغندلو افغانستان
انځور ارشیف

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلو له لوري د ایران پر پوځي اډو د اشغالګر اسرائیلو برید غندلی او هغه یې د ایران پر حریم ښکاره تېری بللی دی.

 

د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، پر ایران د اسرائیلو برید به سیمه کې تاوتریخوالی زیات او وضعیت به نور هم پېچلی کړي.

 

د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي، تاثیر لرونکي هېوادونه دې سیمه کې د صهیونیستي رژيم د زیاتېدونکي تاوتریخوالي او جنایتونو مخنیوی وکړي.

 

یاد وزارت زیاته کړې، صهیونیسي رژيم نه یوازې داچې غزه کې په تېر یوه کال کې جنایتونه بند کړي نه دي بلکي نورو سیمو ته یې هم غځولي دي.

 

بهرنیو چارو وزارت سیمه کې د روان امنیتي وضعیت پر دوام اندېښنه ښودلې.

تړلي موضوعات