ملاتړو بنسټونو دې د ژمي په مهال اړمنو سره مرستې وکړي
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کډوالو چارو وزارت له لوري «د مهاجرینو ننګونې او فرصتونه» په نوم سیمینار کې ویلي، له ملاتړو بنسټونو غواړو چې له افغانانو سره د ژمي په موسم کې مرستې ونه سپموي.
ښاغلي کبیر زیاته کړې، تېر شوي اشغال افغانان اړ کړي وو چې هجرت ته مخه کړي.
سیاسي مرستیال ویلي، اوس مهال په هېواد کې ګڼ شمېر پرمختیایي پروژې تر کار لاندې دي او زیاته کړې یې ده چې دمګړۍ شاوخوا ۶ زره کارخونې پر فعالیت بوختې دي.
د یادونې وړ ده، چې اسلامي امارت بیا واکمنېدو سره راستانه شویو کډوالو ته پر وخت او منظم ډول مرستې رسولیدلي او لا هم په دې برخه پرمختګونه روان دي.