افغانستان د برېکس سازمان غړو هېوادونو پلوي کوي

افغانستان د برېکس سازمان غړو هېوادونو پلوي کوي افغانستان
روسیه کې د برېکس سازمان سرمشریزه

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي، اسلامي امارت برېکس سازمان غونډې په اجنډا او محور کې د افغانستان ځای درلودلو ته په مثبت نظر ګوري.

 

حمدالله فطرت رسنیو ته په استولي غږیز کليپ کې ویلي، اسلامي امارت د سیمې هېوادونو پام دېته راګرځوي، چې د افغانستان اقتصادي رغښت، ارامښت او ثبات په سیمه ییزه کچه د ټولو په ګټه دی.

 

نوموړي غوښتنه کړې، چې د برېکس سازمان دې د داسې ناستو او یا نورو تعاملاتو له لارې د سیمه ییز ثبات او اقتصادي پیاوړتیا کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او افغانستان د سیمې د هېواد په توګه دې برخه کې مهم رول لوبوي.

 

ښاغلي فطرت همداراز د برېکس سازمان راتلونکو ناستو کې د ګډون غوښتنه کړې څو د افغانستان غوښتنې او غږ د برېکس سازما له غړو هېوادونو سره شریک شي.

 

د یادونې ده، چې برېکس سازمان غونډه تېره ورځ د روسیې په کازان ښار کې ترسره شوه دې غونډه کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د برېکس بانکنوټ سبمولیکه مخکتنه کړې او د برېکس ډیزان شوي پولي واحد سلګون نوټ یې د شاوخوا ۶۰ هېوادونو مشرانو ته ښودلی دی.

تړلي موضوعات