افغانستان د ۳۱۸ ګېګاواټ برښنا د تولید وړتیا لري

افغانستان د ۳۱۸ ګېګاواټ برښنا د تولید وړتیا لري افغانستان
انځور ارشیف

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبدالطیف منصور چین کې د "یو کمر بند یوه لاره نوښت" د انرژۍ وزیرانو درېیم کنفرانس کې ویلي، افغانستان کولای شي، ۳۱۸ګیګاواټ برېښنا د نوې کیدونکي انرژي د سرچینو پر مټ تولید کړي.

 

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د برېښنا د قانون پلې کولو په موخه پنځه کلن پلان او د نوې کېدونکې انرژۍ تګلاره جوړه کړې ده چې پر مټ به یې وکولای شي د دغه هېواد اقتصاد پیاوړی او کاري فرصتونه رامنځته کړي.

 

ښاغلي منصور په یاد کنفرانس کې ویلي، د افغانستان ستراتیژیک موقعیت کولای شي د یوه ارتباطي پل په توګه کار وکړي، چې په دې سره منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره وصل کړي.

 

اوبه، لمر، ډبرو سکاره، باد، یوترمل او بایوماس هغه سرچېنې دي چې افغانستان کولی شي پر مټ یې ۳۱۸ ګېګاواټ برښنا تولید کړي.

تړلي موضوعات