ښاریان دې د سړکونو د حریمونو په اوږدو کې له ودانیزې چارو ډډه وکړي
د چارو ادارې د ښاروالیو د سمون عمومي ریاست ښاریانو ته خبرداری ورکړ، چې د سړکونو حریمونو کې دې له ودانیزو چارو په کلکه ډډه وکړي.
د ښاروالیو د سمون ریاست په خپور کړي مکتوب کې راغلي، د هېواد په ډېرو سیمو کې غیر قانوني ودانیزو چارو د ښاروالیو ښاري پلانونه له خنډونو او ګڼو تخنیکي او حقوقي ننګونو سره مخ کړي دي.
مکتوب کې د ولایتونو مرکزي او والسوالیو ښاروالیو ته امر شوی، چې په عام المنفعه سیمو او ښاري سړکونو په حریمونو کې دې هر ډول ودانیزو چارو مخنینوی وکړي.
دغې مکتوب کې ولایت او د والسوالیو ښاروالیو ته دنده سپارل شوې، چې د خپلسرو ودانیزو چارو مخنیوی دې وکړي.
د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې سرکونه په مجموعي توګه د پلنوالي په حساب ۱۰۰ متره حريم لري چې د سرک له منځ څخه اندازه کيږي او دواړو لوريو ته ۵۰-۵۰ متره پلنوالی او ساحه لري.