د اسرائیلو یو بل لوړ پوړی نظامي قومندان ووژل شو
د الجزیرې تلوېزیون د خبر له مخې د اسرائیلو ۹۳۰۸ کنډک مرستیال قومندان د لبنان جنوب کې د یوې نښتې په مهال وژل شوی دی.
د لبنان ۲۴ رسنۍ د اسرائیلي رسنیو له قوله خبر ورکړی، د سه شنبې په ورځ د لبنان پر پوله نښتو کې د دوی ځواکونو ۱۶ سرتېري د سیفد روغتون ته لېږدول شوي.
د ایران تسنیم خبري اژانس بیا ویلي، وژل شوی افسر د دولیو ښار اړوند اوسېدونکی و چې له مودو راهیسې منځني ختیځ کې جنګېدلی و.
دا په روانه اوونۍ کې دویم لوړ پوړی اسرائیلي اشغالګر نظامي دی چې غزه او لبنان کې له منځه وړل کېږي.