ځانګړو ځواکونو غور کې د داعشي خوارجو مهم ګروپ له منځه وړی!

ځانګړو ځواکونو غور کې د داعشي خوارجو مهم ګروپ له منځه وړی! افغانستان

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی، چې پر داعشي خوارجو دا عملیات نن ځانګړو ځواکونو د غور مرکز اړوند مارکو سيمه کې ترسره کړي، چې د دې ګروپ مشر او د دوی یو بل مهم غړی وژل شوي.

ښاغلي مجاهد ویلي، چې دې ګروپ تېره ربیع الاول میاشت کې د غور او دایکندي تر منځ سیمه کې پر اهل تشیع هېوادوالو برید کړی و، چې شلو هېوادوالو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.

د اسلامي امارت ویاند زیاتوي، له تېرې اونۍ راهیسې د دې ګروپ پر ضد د اسلامي امارت د ځانګړو مجاهدو ځواکونو عمليات پيل شوي و، چې عملیاتو کې یو شمېر داعشي خوارج له وسلو، مهماتو او منفجره توکو سره نیول شوي هم دي او پر خپلو جرمونو یې اعترافونه کړي.

ښاغلي مجاهد همداراز ویلي، « متأسفانه چې دا ګروپ هم په بلوچستان کې د داعش له مرکزونو څخه مستقیما رهبري کېده»

نوموړي زیاته کړې، چې دوی خپل ټول بريدونه په بلوچستان کې د داعش خراسان څانګې د رهبرۍ په مستقيمه لارښوونه ترسره کول، چې يو شمېر نور ملګري یې هم بلوچستان ته د تېښتې په حال په لاره کې نيول شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې وړاندې هم اسلامي امارت ویاند ویلي و، چې د هېواد وروستیو بریدونو کې پاکستاني او تاجکستاني اتباع لاس لري، چې سیاسي شنونکو بیا حریت سره خبرو کې له اسلامي امارت غوښتي و، چې یاد دواړه هېوادونه اوس او تېرو لسیزو کې د افغانستان دښمنان او تخریب کوونکي دي او دوی په اړه دې اسلامي امارت خپل قاطع دریځ دوی ته روښانه کړي.

تړلي موضوعات