کابل او ولایتونو کې تر ۶۲ زرو زیات سوالګر راټول شوي

کابل او ولایتونو کې تر ۶۲ زرو زیات سوالګر راټول شوي افغانستان
انځور ارشیف

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، له تېرو دوو کلونو یې کابل او ولایتونو کې ۶۲ زره ۱۹۲ سوالګر راټول کړي دي.

 

د سرچینې په خبره، دا کسان یې له کابل، ننګرهار، پکتیا، لغمان، پروان، هرات، خوست، نېمروز، فاریاب او سمنګان ولایتونو را ټول کړي دي.

 

اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې د راټولو شویو کسانو له ډلې ۲۷ زره ۷۱۵ تنه مستحق، ۳۱ زره ۱۲۶ تنه حرفوي او پاتي بې سرپرسته او یا هم په نشه یي توکو روږدي ماشومان دي.

 

د یاد معاونیت د معلوماتو له مخې، د راټول شویو سوالګرو له ډلې تر ټولو زیات ۵۸ زره ۸۴۱ تنه په کابل او تر ټول کم یې ۲۷ کسان له نېمروز راټول شوي دي.

 

د یادونې وړ ده، چې هېواد کې د سوالګرو راټولولو پروسه او هغوی ته یوه اندازه معاش ټاکل د اسلامي امارت له غوره اقداماتو ګڼل کېږي او هېوادوال د افغانستان حکومتونو تاریخ کې دا کار بې ساری ګڼي.

تړلي موضوعات