«د هېواد شمال ته د عالیقدر امیرالمؤمنین سفر» کتاب چاپ شو

«د هېواد شمال ته د عالیقدر امیرالمؤمنین سفر» کتاب چاپ شو افغانستان

د بلخ اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله نوراني د دې کتاب لیکوال دی. اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړی، چې یاد کتاب چاپ شوی او ژر به د مینه والو تر لاسونو ورسېږي.

وزارت ویلي، چې دې کتاب کې د هېواد شمالي ولایتونو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله سفر کیسه راخیستل شوې، د امیرالمؤمنین ویناوې، امارتي مسؤلینو، علماء کرامو او عامو خلکو سره کتنې او له تاریخي او علمي مرکزونو څخه د لیدنې جریان د دې کتاب برخې دي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې لیکوال دې کتاب کې د عالیقدر امیرالمؤمنین ویناوو سربېره، د دې سفر خاطرې او تاثرات په خوږ ادبي ژبه لیکلي دي.

د یادونې وړ ده، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د تېرې وږي میاشت کې شمالي ولایتونو ته ۱۴ ورځنی سفر درلود، چې هر ولایت کې یې له مسؤلینو، عامو خلکو او مجاهدینو سره ناستې کړې وې او د ستونزو اورېدو او حل ډاډ وروسته یې یووالي او وحدت ته رابللي وو.

تړلي موضوعات