د ملي دفاع وزیر په مشرۍ د امنیتي او تصفیوي کمېسیون ناسته شوې

د ملي دفاع وزیر په مشرۍ د امنیتي او تصفیوي کمېسیون ناسته شوې افغانستان

تېره ورځ پلازمېنه کابل کې د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ د امنيتي او تصفيوي كمېسيون نوبتي ناسته شوې، چې د هېواد امنیتي وضعیت په کې ارزول شوی او د امنیتي او تصفیوي برخې د لا تقویې او ښه تنظیم پر لارو چارو بحثونه شوي دي.

یاد کمېسیون په خپله اېکس پاڼه ویلي، چې یاده نوبتي غونډه کې د دفاع وزیر سربېره، د کورنيو چارو وزارت اداري معين ملا رحمت الله نجيب او د استخباراتو لوی ریاست لومړي مرستيال ملا تاج میر جواد په ګډون د کمېسیون ټولو غړو ګډون درلود.

کمېسیون زیاته کړې، چې دې ناسته کې د کمېسیون غړو چارواکو شمالي ولایتونو ته د سفرونو راپورونه وړاندې کړل او د امنيت او تصفيې په برخه کې د شویو پرمختګونو په اړه خوښي وښودل شوه.

د دې کمېسیون مسؤلین وايي، چې ناسته کې د هېواد اوسني وضعیت ارزولو تر څنګ د امنيتي او تصفيوي برخې د لا تقویې او ښه تنظیم په اړه بحثونه وشول.

د یادونې وړ ده، چې یاد کمېسیون په داسې حال کې ناسته کوي، چې هېواد کې سرتاسري امن قایم دی او د اوسني نظام خلاف هیڅ وسلواله ډله او حرکت وجود نه لري.

تړلي موضوعات