د کجکي برېښنا بند ملاتړ درې اړخیز تړون لاسلیک شو
د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې د دې شرکت عمومي اجرائیه رئیس عبدالباري عمر د افغان ملي بانک عامل پلاوي رئیس شاکر جلالي او د کجکي برېښنا انرژۍ د تولید شرکت رئیس بوراک انسال ترمنځ د کجکي برېښنا بند پروژې مالي تړون لاسلیک شو.
ددې تړون پر بنسټ به افغان ملي بانک د کجکي برېښنا انرژۍ د تولید شرکت د غوښتنې سره سم، د کجکي برېښنا بند پروژې د مالي ملاتړ په موخه د بیع مرابحې په ډول ۱۲ میلیونه ډالرو ورکوي.
د یادونې ده، د دې هوکړې له مخې افغان ملي بانک به دغه اندازه پیسې له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ په موخه د پنځو کلونو په موده د بیع مرابحې په ډول د کجکي برېښنا انرژۍ د تولید شرکت ته ورکوي.