د بدخشان ولایت د ښاروالۍ ستونزو ته به رسېدنه وشي
د چارو ادارې د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمداسحق اخندزاده بدخشان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت کشم ولسوالۍ ښاروال، منتفذینو، قومي مشرانو، د صنعت او سوداګرۍ خونې، د اصنافو او ګذر وکیلانو استازو او مشورتي بورډ غړو سره کتلي دي.
دې کتنه کې د ښاروالیو د سمون چارو رئیس له نږدې د ښاروالۍ اړوند ستونزې واورېدلې او د حل په موخه یې د حل ډاډ ورکړ.
ښاغلي محمداسحق اخندزاده تر دې وړاندې د بدخشان مرکز فیض اباد ښاروال او مخورو سره هم کتلي و.
دې کتنه کې یې د ښاروالیو له لوري د عواید راټولېدو کې په روڼتیا او د ښار ښکلا په برخه کې د لازیات کار او خلکو ته د خدماتو پر وړاندې کېدو ټینګار کړی دی.