عالیقدر امیرالمؤمنین د صنعتي ساحو قانون توشیح کړ
د عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د صنعتي سیمو قانون توشیح او په رسمې جریده کې چاپ شوی دی.
دغه قانون یوه مقدمه، ۶ بابه، ۱۱فصلونه او ۶۷مادو کې ترتیب او توشیح شوی دی.
د صنعتي ساحو قانون د صنعتي سیمو د تنظیم له لارې د افغانستان اقتصادي ودې او پراختیا، خصوصي سکټور پانګونې جلب او جذب او د صنعتي ساحو د مدیریت او ساتنې زمینې برابرولو په موخه تدوین شوی دی.
د دې قانون له مخې د خصوصي صنعتي ساحو لپاره د ځمکو ترلاسه کوونکي مکلف ګڼل شوي، چې د چاپېریال ساتنې او کار اړوند حکمونه او نور تقنیني سندونه رعایت کړي.
دغه راز د صنعتي ساحو متشبثین مکلف شوي دي ترڅو په غیر معینه سیمو کې د تولیدي یا صنعتي واحد د کثافاتو او اضافي موادو له غورځولو ډډه وکړي.