اسلامي امارت د افغانستان د سوداګرۍ لپاره بديلې لارې لري
د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د امام ابوحنیفه رح ملي او نړېوال نندارتون د پاى مراسمو کې د ځينو هېوادونو له لوري پر افغان صادراتي توکو د مالیې لوړول ناسم وبلل.
مولوي عبدالکبیر ويلي، اسلامي امارت د افغانستان د صادراتو لپاره بديلې لارې په واک کې لري.
نوموړي زياته کړې، له مرکزي اسيا سره د اسلامي امارت سوداګريزې اړيکې په مناسب حالت کې دي او د لا پراختیا لوري ته روانې دي.
د رياست الوزرا سياسي مرستيال داسې مهال د افغانستان د صادراتو لپاره د بديلو لارو خبره کوي، چې وخت ناوخت پاکستان د افغانستان سوداګريزو توکو پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي، چې له کبله يې افغان سوداګرو ته درانه مالي زيانونه اوړي.