د مس عینک سل سلنه چاڼ لپاره دې د تاسیساتو رغولو کار پیل شي
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري لوګر ولایت کې د مس عینک کان څخه د لیدنې پر مهال د قرار دادي کمپنۍ مسئولینو ته لارښوونه کړې، چې د مس عینک سل سلنې پروسس لپاره دې د اړتیا وړ تاسیساتو جوړولو چارې پیل شي.
ملاهدایت الله بدري همداراز د مس عینک د قرار دادي کمپنۍ له مسئولینو غوښتي، چې د دې کان د کېندنې لپاره دې ژر تر ژره ماشینري افغانستان ته را انتقال کړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، ښاغلي بدري دې سفر کې مس عینک ته د غځېدلي سړک د کارونو پر چټکتیا هم ټېنګار کړی دی.