پاکستان کې پيل شوي لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل

پاکستان کې پيل شوي لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل سیمه
انځور ارشیف

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د عمران خان په ننګه د تحریک انصاف ګوند پلویان د پاکستان لاهور او خیرپښتونخوا مرکز کې له پولیسو سره په شخړه اوښتي او له دواړو لوریو لسګونه کسان ټپیان شوي دي.

اکسپریس ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې یو شمېر لویي لارې د پولیسو له لوري د کانټینرونو په وسېله تړل شوې او لاریون کوونکو پر پوځيانو د ډبرو او لرګیو ګذارونه کړي دي.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې، د علي امین ګنډا پور او د تحریک انصاف ګوند څو لوړ پوړي چارواکي د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

که څه هم د تحریک انصاف ګوند پلویان له بند څخه د پاکستان مخکني لومړي وزیر عمران خان د خلاصون غوښتنه کوي، خو پولیس وایي، دغه لاریونونه د شانګهای سازمان غونډه چې ټاکل شوې د اکتوبر په ۱۵ مه د پاکستان په کوربتوب جوړه شي د ګډوډولو هڅه ده.

تړلي موضوعات