د حیرتان – مزار شریف د رېل پټلۍ او غیر رېلي تاسیسات بیا رغول کیږي

د حیرتان – مزار شریف د رېل پټلۍ او غیر رېلي تاسیسات بیا رغول کیږي افغانستان
انځور ارشیف

د تدارکاتو په ملي کمېسیون کې د حيرتان- مزارشريف د رېل پټلۍ د بیارغونې او غير رېلي تاسیساتو پروژو قراردادونه منظور شوي دي.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، د دې پروژو د منظورۍ تر څنګ د ۱۱ نورو پروژو قراردادونه منظور او د ۱۵ نورو پروژو تعدیل شوي. 

په ورته مهال په دې تړاو اقتصادي معاونیت ویلي، ددغو پروژو ټول لګښت لس ميليارده افغانۍ اټکل شوى، چې داسلامي امارت له بودیجې څخه ورکول کيږي.

دغو پروژو کې د کندهار، زابل او نیمروز پوهنتونونو د لیلیې د پاتې کارونو بشپړول، د کندهار د نړېوال هوايي ډګر بیارغونه، فاریاب ولایت کې د ۲۵ کیلومتره سړک اساسي جوړول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي.

اقتصادي معاونیت ویلي، د دغو پروژو په پلي كېدو سره به د هېواد په بېلابیلو برخو کې ګڼو هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شي.

تړلي موضوعات