روسیې ایران ته S-400 هوایي دفاعي سیستم استولی

روسیې ایران ته S-400 هوایي دفاعي سیستم استولی سیمه
د روسیې اس ۴۰۰ هوایي دفاعي سیسټم

د شمېر عربي رسنیو د راپور له مخې، په منځني ختیځ کې د شخړو له زیاتېدو وروسته روسیې د ایران اټومي تاسیساتو د ساتنې په موخه د S-400 اوږد واټن ویشتونکی هوایي دفاعي سیسټم استولی.

د پوليټیکل سکای او دفاع عربي رسنیو راپور ورکړی، چې روسیې دغه سیسټم د روان ۲۰۲۴ کال د اګسټ په ۸مه نېټه ایران ته ورکړی دی.

د روسیې له لوري ایران ته د اس ۴۰۰ هوایي دفاعي سیسټم د ورکړي راپورونه داسې مهال ورکول کېږي، چې تېره اونۍ ایران د حزب الله ډلې مشر حسن نصر الله او حماس جهادي غورځنګ د مخکېني مشر اسماعیل هینة د شهادت په غبرګون کې پر اشغالګر اسرائیلو پراخ توغندیز بریدونه وکړل، چې د راپورونه له مخې دې برېدونو کې د اسرائیلو درې پوځي اډې په بشپړه توګه ویجاړې شوې.

تر دې بریدونو وروسته اسرائیلو پر ایران د ځوابي برید ګواښ وکړ.

یو شمېر رسنیو راپور ورکړی، چې اسرائیل پر ایران ځوابي برید کې د دې هېواد پر اټومي تاسیساتو د برید لپاره هوډ لري.

تړلي موضوعات