ا.ا د سیمه ییز اتصال د پیاوړتیا لپاره له ټولو فرصتونو کار اخلي
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملاحمد الله فطرت وایي، له ټولو هغو فرصتونو مثبته استفاده کوي، چې سیمه ییز اتصال پیاوړی او د هېوادونو ترمنځ همغږي رامنځته کوي.
حمدالله فطرت رسنیو ته په استول شوي غږیز کليپ کې ویلي، پر همدې اساس د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ شپږمې غونډې کې د ګډون په موخه مسکو ته سفر وکړ.
ښاغلي فطرت مسکو ته د بهرنیو چارو وزیر سفر یو ښه پرمختګ بولي، چې ټول تمرکز به یې له افغانستان سره د سیمه ییزو هېوادونو د همکارۍ پر رول، سیمه ییزې اقتصادي هوساینې ته د ر سېدو او د اوږد مهال لپاره د سېمې ثبات او امنیت پر تضمین ور ټول وي.
نوموړي ویلي، ښاغلی متقي به د دې ناستې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره هم وګوري او په دوه اړخیزو مسائلو به ورسره خبرې وکړي.
ټاکل شوې د مسکو فارمټ شپږمه ناسته به سبا جمعه د اکتوبر پر ۴مه پیل شي.