د تېرې شپې توغندیزو بریدونو کې د اسرائیلو درې پوځي اډې ویجاړې شوې

د تېرې شپې توغندیزو بریدونو کې د اسرائیلو درې پوځي اډې ویجاړې شوې سیمه
پر اسرائیلو د ایران تر بریدونو وروسته د اسرائیلو وضعیت

المیادین عربي تلوېزیون خبر ورکړی، چې پر اسرائیلو اشغالګرو د ایران پراخ توغندیز برید پایله کې د اسرائیلو درې پوځي اډې په بشپړ ډول ویجاړې شوې دي او له کاره لوېدلي دي.

یادې رسنۍ ویلي، چې رامون، نواتیم او حتسارین هغه درې پوځي اډې دي، چې صهیونیست رژیم د جنګي الوتکو لپاره کارولې او نظامي وسایل او وسایط یې په کې ځای پر ځای کړي وو.

د سرچېنې په خبره، چې یادې درې پوځي اډې په بشپړ ډول ویجاړې شوې دي.

له بل لوري د ایران د پوځ مشر محمد باقري اسرائیلو ته ګواښ کړی که یې د ایران د حاکمیت او ارضي تمامیت پر ضد ګام پورته کړ، نو دوی به د اسرائیلو ټول بنسټونه په نښه کړي.

د ایران لوی درستیز دا هم ویلي، که صهیونیست رژیم چې تر لېونتوب رسېدلی د امریکا او اروپا له لوري مهار نه شي نو د تېرې شپې د څو برابره لوی برید سره به مخ شي.

ایراني پوځ مشر په عین حال کې ویلي، سپاه پاسداران او د ایران وسله وال ځواک هر ډول حالاتو سره د مقابلې لپاره چمتو دی.

محمد باقري همداراز پر امریکا غږ کړی، چې له خپل تېر چلند څخه لاس واخلي او دا جنایتکار رژیم مهار کړي څو سېمه کې ثبات رامنځ ته شي.

تړلي موضوعات